د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ازبکستان د درملو ادارې مسئول محترم عبدالله عزيزوف او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې ليدنه کې، چې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو مرستيال محترم مولوي حمدالله زاهد هم حضور درلود، محترم عبدالله عزيزوف د افغانستان د درملو د وارداتو په برخه کې د خپل هيواد د سوداګرو او پانګوالو پانګونې ته د تياري خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړه، يو شمېر ازبکستاني سوداګر او پانګوال افغانستان ته رسېدلي او په پام کې لري، چې د باکيفيته درملو په برخه کې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې وکړي.
محترم عبدالله عزيزوف څرګنده کړه، د باکيفيته درملو واردات، وېش او د خلکو د باور خپلول زموږ په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري او ژمن يوو، هماغه ډول باکيفيته درمل چې پخپل هيواد کې تولید او استفاده کوو، افغانستان ته يې هم وارد کړو.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، موږ د لابراتواري تجهيزاتو د تأمين او د لابراتوارونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو یوو.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د درملو ادارې مسئول او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د باکيفيته درملو په برخه کې د ازبکستان پانګونه د دواړو هيوادونو تر منځ د اړیکو پياوړتيا لپاره ارزښتناک ګام وباله.
نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت په کور دننه د ټولې پانګونې هرکلی کړی او پانګوالو ته يې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د باکيفيته درملو پر وارداتو ټينګار وکړ او وې ويل، د افغانستان او ازبکستان اړيکې په تر ټولو ښه حالت کې دي او د افغانستان اسلامي امارت لېوالتيا لري، چې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې دغه اړيکې نورې هم پراخې شي.#