د رياست الوزراء سياسي مرستيال د بحرین او روسیې له څو تنو سوداګرو او پانګوالو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د بحرین او روسیې له څو تنو سوداګرو او پانګوالو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د بحرین او روسیې له څو تنو سوداګرو او پانګوالو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. 

د دې کتنې په پیل کې راغلو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتووالی وښود وې ویل، لېواله دي په افغانستان کې د کانونو په استخراج، د هوايي چلند د امنیت او مسلکي کادرونو د روزنې تر څنګ په روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

دوی وویل، په افغانستان کې د پانګونې شرایطو او له پانګوالو د اسلامي امارت ملاتړ، بهر مېشتي پانګوال او شرکتونه هڅولي چې په افغانستان کې کار وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو پانګوالو او سوداګرو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت له فتحې راوروسته ډېر تمرکز په اقتصادي پیاوړتیا شوی او په تېرو درې کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوي دي.

 محترم مولوي عبدالکبير، د روسیې او بحرین له پانګوالو څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او ډاډ یې ورکړ، اسلامي امارت به ټولو پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتياوې او شرایط برابر کړي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال زیاته کړه، په افغانستان کې د کار غوره فرصتونه شته چې باید استفاده ترې وشي، دا مهال د نفتو او نورو کانونو د استخراج، د درمل جوړولو او د بندونو او سړکونو رغاولو په برخه کې اساسي پروژې پلې کېدونکي دي.#