د رياست الوزراء سياسي مرستيال د احمدزيو قوم يو شمېر مخورو او د جوزجان او سرپل مجاهدینو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د احمدزيو قوم يو شمېر مخورو او د جوزجان او سرپل مجاهدینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په جلا ناستو کې د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې مېشت د احمدزيو يو شمېر مخورو او د جوزجان او سرپل ولایتونو له درې تنو ډلګي مشرانو سره وکتل.
په پیل کې د‌ بګراميو ولسوالۍ د احمدزيو مخورو د اسلامي نظام حاکمیت د ولس لویه هیله وبلله وې ویل، د اسلامي امارت راتګ سره د خلکو ډېرې ستونزې حل شوي. همدارنګه یې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې له محترم سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
همدارنګه د سرپل او جوزجان ولایتونو مجاهدينو د تېر شل کلن اشغال پرمهال د مجاهدینو سرښندنو ته په اشارې وویل، اوس هم د اسلامي نظام د پاېښت او ولسونو ته د خدمت لپاره هر ډول همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي. دوی پخپلو سیمو کې د مخابراتي خدماتو، کلینیک، سړک او پلچکونو د جوړېدو او په لېرې پرتو سیمو کې یې د ولسونو د ستونزو د‌ حل په موخه د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر قومي مخورو او ډلګي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د اشغال پایته رسېدو او د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې د ټولو مجاهدینو او ولس هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د افغانانو شریک کور دی چې ټول پکې یو شان حقونه لري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، ولسونه کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې د اسلامي امارت سره شریکې کړي، حکومت به د هغوی وړاندېزونو ته رسیدګي وکړي او پر وخت یې غږ اوري.
محترم مولوي عبدالکبير د احمدزيو یادو مخورو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به یې اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام د جوزجان او سرپل ولایتونو د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي او اړونده ادارې به په دې برخه کې ژر لاس په کار شي.#