د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته په مرکز او ولايتونو کې له ښارواليو او د وزارتونو او امارتي ادارو دويمي واحدونو سره د ولايت مقامونو د وظيفوي تداخل پر موضوع بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.#