اقتصادي کمېسیون د کانونو سکتور د عوایدو پالیسۍ مسوده تائید کړه

اقتصادي کمېسیون د کانونو سکتور د عوایدو پالیسۍ مسوده تائید کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه. 

غونډې ته د کانونو سکتور د عوایدو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تائید شوه. 

همدا راز دې غونډې ته د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. 

یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري. 

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د اوبلن ګازو د تاسیساتو جوړولو کړنلاره او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو د مخنیوي لپاره د مناسبو حللارو پيدا کولو موضوعات هم وړاندې شول. 

د دغو موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې په موخه جلا کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه چې په ټاکل شويو نېټو خپل راپورونه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون د لارښوونو په پام کې نیولو سره تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه. 

یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#