د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس او یو شمېر مسوولینو  سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس او یو شمېر مسوولینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس محترم عبدالباري عمر او د هغې ادارې یو شمېر مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر عبدالباري عمر د یادې ادارې د تشکیلاتو، مالي برخې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس د یادې ادارې د ارزښت په اړه خبرې وکړې، وې ویل، د خوړو او درملو ملي اداره د خوړو او خوراکي توکو د تولیدي او توریدي شرکتونو د څارنې او کنټرول مسوولیت لري او د دې مسوولیت د اجرا لپاره پراخو تشکیلاتو او زیاتو کارمندانو ته اړتیا لري. هغه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې دېته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د خوړو او درملو ملي ادارې فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې ادارې فعالیتونه مهم وارزول او وې ویل، د دې ادارې مسوولین دې د سیستم جوړولو او روڼتیا راوړلو کې زیات کوښښ وکړي.
همدارنګه محترم حنفي د یادې ادارې مسوولین وهڅول چې د خپلو واکونو او مسوولیتونو په چوکاټ کې خلکو ته زیاتې اسانتیاوې رامنڅته کړي، ترڅو له دې لارې د خوړو او درملو کیفیت وارزوي او تفکیک شي. د بې کیفیته درملو او خوړو مخنیوی وشي او افغانان له روغتیایي پلوه خوندي وي.