د رياست الوزراء سياسي مرستيال د مس عینک قراردادي کمپنۍ له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د مس عینک قراردادي کمپنۍ له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ له رئيس سونګ ون بینګ او مل پلاوي سره وکتل.

ښاغلي بینګ وویل، د مس عینک عملي چارو د ژر پیل په موخه یې هڅې چټکې کړې دي او د اسلامي امارت په راتګ سره د کان کېندنې د ډېرو ستونزو د حل تر څنګ لاهم د افغانستان د حکومت همکاریو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له پنځو میلیارده ډالرو ډېره پانګونه وکړي. همدارنګه به دغې سیمې ته د غزیدلي سړک له جوړېدو وروسته د کان کېدنې لومړنۍ چارې پیل او په راتلونکي زېږدېز کال به د اړتیا وړ ماشینري هم افغانستان ته راوارد کړي.

ښاغلي سونګ ون بینګ څرګنده کړه، په دغه پروژه کې به په مستقیم ډول ۳زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او پلان لري چې یوه ډله افغانان له ګمارنې وروسته د مسلکي روزنې په موخه چین ته ولیږي. نوموړي تاریخي سیمي او د کان کېدنې پلان بدلون د دغې پروژې د ځنډ سببونه یاد کړل.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د مس عینک له قراردادي کمپنۍ سره د عملي کار پيل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، د مس عینک د عملي چارو پیل ته دې هڅې ډېرې او د وخت له ضایع کېدو باید مخنیوی وشي.

د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ ته ډاډ ورکړ چې اړونده ادارې به د هغوی د ستونزو د حل په موخه لاس په کار شي.#