د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ؛ د ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې طلباتو ستونزې ته یو مناسب حل پيدا کړي. اقتصادي کمېسیون همدارنګه د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې «150» کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي. د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د «A80» تېلو اړوند «2700» ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي دي؛ قراردادي شرکتونه به د في ټن تېلو پر سر «25» ډالره چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول، له دې وروسته به یې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکوي. د یادولو وړ ده چې دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته في ټن «10» ډالره د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.