د ریاست الوزراء اداري مرستیال د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو او نورو محترمو مسؤلینو په ګډون، د نوي تعلیمي کال د پیل په جوړو شویو مراسو کې ګډون او وینا وکړه. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت رهبرۍ پلاوي په ځانګړي ډول د یاد وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي سید حبیب الله اغا څخه د دغو پرتمینو مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه.  

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل: نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د ګران افغان ملت د زده کوونکو او ماشومانو لپاره نوی تعلیمي کال پیلوو.

نوموړي د نوي تعلیمي کال پیل ټولو شاګردانو او زده کوونکو، قدرمنو والدینو، ګرانو استادانو، د پوهنې وزارت ټولو مسؤولینو او ټول افغان ملت ته مبارکي وویله او ټولو زده کوونکو، استادانو او د پوهنې کارکوونکو ته یې د لوی الله (ج) له دربار څخه د بریالیتوب دعا وکړه.  

د ریاست الوزراء اداري مرستیال شاګردانو ته په خطاب کې وویل، د علم او پوهې ترلاسه کولو لپاره له خپل وخت څخه غوره استفاده وکړي او د فرصتونو او وخت له ضایع کېدو ځان وساتي، ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې د ګران ملت او ځورېدلي وطن د خدمت مصدر وګرځي. 

نوموړي استادانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې دا زموږ لوی مسؤلیت او اسلامي مکلفیت دی، ترڅو په امانتدارۍ د افغان ملت اولادونه په اسلامي او هیوادپاله روحیه وروزو، چې هغوی وکولای شي په راتلونکې کې هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو خبرو کې، د پوهنې وزارت مسؤلین او کارکوونکي مخاطب کړل او څرګنده یې کړه، چې د یو باکیفیته سیستم رامنځته کولو او د هیواد د اولادونو ښوونیزو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د پوهنې وزارت مسؤلینو او منسوبینو ته لازمه ده، ترڅو د پوهنې د کیفیت او کمیت د ښه والي لپاره لکه د تعلیمي نصاب تدوین، د لایقه استادانو ګمارل، د لابراتوارونو او نورو درسي لوازمو برابرول، د قدرمنو استادانو د ظرفیت لوړول، د سواد زده کړې اړوند مسایل، د درسونو نظارت او د دیني او عمومي درسونو د کیفیت لوړولو لپاره جدي هڅې وکړي. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، د ریاست الوزراء مقام، کابینه او ټول امارتي مسؤلین د افغانستان ټولو نقطو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د ښوونې او روزنې د پراختیا په موخه د یو غوره معارف رامنځته کولو ته ژمن دي او هر هغه څه چې د اسلامي امارت په توان کې وي د هیواد د اتباعو د ښوونې او روزنې د ودې لپاره به یې ترسره کړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې هیله وښوده چې ځورېدلی افغانستان د یوه غوره، پرمختللي او د افغانانو ټولو تعلیمي اړتیاوو ته د ځواب ویونکي معارف لرونکی وګرځي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د پوهنې وزارت ټولو منسوبینو او استادانو ته د بریالیتوب هیله لرو. 

د یادولو ده، چې اوسمهال اسلامي امارت د نږدې څلور سوه زره کارمندانو او د ۱۰ میلیونه زده کوونکو په لرلو سره، چې په ۴۴ زره مدرسو او ښوونځیو کې ورته د دوه سوه او پنځوس زره استادانو لخوا تدریس کیږي، د هیواد بچیانو ته په خدمت بوخت دی.#