د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن مازدیګر د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان عمومي رئيس يرلان باډويلټ او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه او پکې په افغانستان کې د قزاقستان سفير هم حضور درلود، نوموړي په افغانستان او غړو هيوادونو کې د ياد سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي يرلان وويل، دا چې افغانستان هم د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان غړيتوب لري، نو ټول غړي هيوادونه ژمن دي چې په دې سختو شرايطو کې له افغانستان سره ودرېږي او د عاجلې ځواب وينې پروګرام تر چتر لاندې له مرستندویه هيوادونو سره د بشري مرستو پر زياتولو کار کوو.
نوموړي په افغانستان کې د خوړو بحران ته په اشارې زياته کړه، قزاقستان په پام کې لري افغانستان ته د غنمو صادرات بېرته پخوانۍ کچې ته ورسوي او له دې لارې د افغانستان د خوړو خونديتوب سره همکاري وکړي.
د ياد سازمان عمومي رئيس له افغانستان سره د اوبو پاکولو د ۶ ماشينونو د مرستې اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، له کروندګرو سره په مرستې سربېره د کليو او پراختيا وزارت د نیمګړو پروژو د کارونو بېرته پيلولو لپاره د مرستو راټولولو پلان هم لرو.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان رئيس او غړو ته افغانستان ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد سازمان د هڅو او د قزاقستان له بشري مرستو څخه په مننې وويل، د يو مسلمان هيواد او غړي په توګه د ياد سازمان مسووليت دی چې له افغانستان سره مرسته او همکاري زياته کړي.
مولوي صاحب عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، ۴۳ کلنې جګړې افغانستان ته له هره اړخه زيانونه اړولي او ياد سازمان دې د افغانستان د اقتصادي ځان بسياينې لپاره ځانګړي پروګرامونه تطبيق او له اوسني وضعيت څخه د افغانستان له اېستلو سره همکاري وکړي.