د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای ‌غونډه کې ګډون وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای ‌غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه وزارت د سیندیزو حوزو رئیسانو، مشاورینو، د انرژۍ زونونو امرینو او انجنیرانو ته د وړتیا لوړونې په موخه د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ.

محترم ملا صاحب دې غونډه کې د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، د اوبو اهمیت او اړتیا په اړه الله تعالی انسانانو ته لارښوونه کړې، چې اوبه په احتياط مصرف کړي او په دې توګه بايد موږ په ځانګړي ډول خپل اسلامي مکلفیت ترسره کړو.

 بلخوا له نړۍ سره د سیالۍ او اقتصادي ودې لپاره د اوبو غوره مدیریت په اوسني عصر کې اړین او ملي مسؤلیت ګڼل کېږي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو د زیاتیدونکو اړتیاوو او د بې پروا مصرف له امله نن ورځ په نړۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بلل کېږي، چې دې چارې د هېوادونو ترمنځ خپلمنځي او نړیوالې سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هیواد د اوبو سرچینو مدیریت او کنټرول ته په اشارې سره وویل، افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو له بده مرغه د مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې يې مسلکي چلند نه دی شوی. 

د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت د خپل مسؤلیت له مخې له هرې ممکنه لارې او امکاناتو په استفادې د پیاوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله علمي او تخنیکي زده کړو سیمینار څخه فارغو شويو کسانو ته مبارکي وویله او له هغوی څخه یې په ټینګار وغوښتل، چې د دغه مهم ملي سکتور د ودې او مظلوم ملت د هوساينې لپاره په پوره اخلاص کار وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو پروژو مدیریتي او معلوماتي سیستم، د اوبو د کیفیت معلوماتي سیستم، د اسنادو مدیریت او تعقیب سیستم، د کارمندانو د هویت کارت مدیریتي سیستم او د زده کړې د ظرفیت لوړونې برنامې پرانیسته هم وکړه.#