د رياست الوزراء سياسي مرستيال د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او يو شمېر ملي سوداګرو سره وليدل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او يو شمېر ملي سوداګرو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمدیونس مومند او یو شمېر ملي سوداګرو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې راغلو ملي سوداګرو وویل، د افغانستان اوسني شرایط له هغه څه سره ډېر توپیر لري، چې مغرضې کړۍ یې په اړه منفي تبلیغات کوي.
دوی وویل، د اسلامي امارت له حاکميت سره د افغانستان خصوصي سکتور ښه وده کړې او په هیواد کې صنعت او پانګونه پراخه شوې ده.
دغو سوداګرو زياته کړه، پانګه وال له اسلامي امارت سره همکار دي او د دې نظام د تقویت لپاره کار کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له يادو ملي سوداګرو سره پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له دوی او ټولو سوداګرو مننه وکړه، چې په هیواد کې پانګونه کوي او په سختو شرایطو کې یې افغانان یوازې نه دي پريښې.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت يې ترڅنګ ولاړ دی او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.#3019:09