د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفی نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت یو شمېر محلي مسئولینو او مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د دې ولایت د عمومي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، په دې ولایت کې بشپړ امنیت تامین او مجاهدین او محلي مسئولین خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل کوښښ کوي.
هغوی د اوبو بندونو ، روغتیایي کلینیکونو، د سرکونو جوړولو او د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د پراختیایي پروژو تطبیق ته د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي د فاریات ولایت محلي مسئولینو او مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د سراسري امنیت تامین او د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو غوښتنو ته رسیدګي د اسلامي امارت له دندو او مسئولیتونوڅخه دي او اړونده ادارې به شته امکاناتو ته په پام ، ستاسو وړاندیزونو ته د رسیدګي لپاره لازم اقدامات وکړي.