د سرپل ولایت کډوالو ته د مرستو وېش بهير پيل شو

د سرپل ولایت کډوالو ته د مرستو وېش بهير پيل شو

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې وروسته سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت کډوالو ته يې د مرستو وېش بهير پرانیست. 

په دې سفر کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاء الله عمري، د علماوو شورا رئيس او د سرپل ولایت يو شمېر محلي مسئولينو هم د نوموړي ملتيا کوله. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د کډوالو ستونزو ته رسيدګي د افغانستان اسلامي امارت له اساسي مسؤلیتونو څخه دي او اړتيا ده، چې مسؤلين د هغوی د ستونزو له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅه وکړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اشغال پر مهال ډېر هيوادوال د خپل دين، ناموس او حیثیت ساتلو لپاره کډوال شول او ډېرې ستونزې يې وليدې، خو متأسفانه د ګاونډيو هيوادونو لخوا د ګاونډيتوب او نړيوالو قوانينو خلاف په جبر اخراج شول او سمدستي همکاريو ته اړتيا لري.

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله تعالی په لارښوونه کډوالو ته د مرستو وېش بهير پيل شو، چې دا کار د هغوی د لومړيو اړتياوو پوره کولو لپاره اغېزناک واقع کېدای شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي راستنو شويو کډوالو ته په خطاب کې وويل، تاسو سختې ورځې تېرې کړې دي، د افغانستان اسلامي امارت به ستاسو د ملاتړ لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي او له شک پرته د مسؤلينو د دوامداره هڅو په پايله کې به ستاسو ستونزې حل شي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې له هيوادوالو وغوښتل، ترڅو راستنو شويو او نورو اړمنو هيوادوالو سره په مرسته او همکارۍ کې برخه واخلي، چې هغوی په دې ژمي کې له ستونزو سره مخ نشي.#