د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو فرصتونو او ننګونو یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو فرصتونو او ننګونو یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزراء سیاسي مرستیال محترم مولو عبدالکبیر نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالو فرصتونو او ننګونو په نوم جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست وزیر او مسوولینو تر څنګ د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، د اړوندو ادارو استازو، د کډوالو چارو کارپوهانو او څيړونکو برخه لرله.

محترم مولوي عبدالکبیر د وینا پرمهال د یاد سیمینار د جوړېدو له امله د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د هڅو ستاینه وکړه او زیایه یې کړه، په افغانستان کې د بهرنیو اشغال او جګړې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د ګڼ شمېر افغانانو د کډوالۍ لامل شوې دي.

محترم سیاسي مرستیال د جهادي دورې په لړ کې د ځينو ګاونډیو هېوادونو د کوربه توب مننه وکړه او وې ویل، کوربه هېوداونه دې اجازه ورکړي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي او په زور یې له ایستلو ډډه وکړي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د لویو پروژو په پيلولو سره هڅه کوي، افغانان نور د فقر له امله کډوالۍ ته مخه نه کړي او په بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته راستانه شي. هغه زیاته کړه، اړوندې نړیوالۍ ادارې دې د افغان کډوالو په برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره او لازمې اسانیتاوې دې ورته رامنځته کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د کډوالو د عالي کمېسیون هڅې وستایلې او مننه یې ترې وکړه، چې راستنو شوو افغانانو ته یې اړین خدمات وړاندې کړي دي.