په سرپل ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

په سرپل ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکتور له لوري د سوداګریز مارکېټ جوړولو او همدا راز په مختلفو برخو کې د پانګونې یوشمېر نورې طرحې دې غونډې ته د بحث لپاره وړاندې شوې. 

له هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.  

د دې طرحې له مخې خصوصي سکتور په شاوخوا ۹۶ میلیون افغانیو پانګونې سره پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي چې په تهکاوۍ کې به د پارکېنګ په لرلو سره ۳۴۱ دوکانونه ولري.

د پانګونې بین‌الوزارتې کمېټې په دې غونډه کې د خصوصي سکتور له لوري په کابل صنعتي پارک کې د موټر جوړونې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتيژیک چوکاټ او په اسلام قلعه بندر کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. 

د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.