د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
له تفصیلي بحث وروسته د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، ترانسپورټ او هوايي چلند، او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ټولګټو وزارت اړوند د اوسپنې پټلۍ معینیت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دندې وسپارل شوې، څو هر وزارت او اداره د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لویې او مهمې اقتصادي پروژې په نښه او له ټولو تفصیلي معلوماتو سره یوځای یې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت سره شریکې کړي.
اقتصادي معاونیت به یادې پروژې د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له هغه لوړپوړي پلاوي سره شریکې کړي، چې د روانې قوس میاشتې په پنځمه نېټه یې کابل ته سفر کړی و. یاد روسي پلاوي هغه مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې دواړه لوري به په دغه برخه کې ګډ کار کوي.
همدا راز په دغه غونډه کې د هغو مهمو اقتصادي برخو په اړه هم بحث وشو چې روسي شرکتونو پکې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. له هراړخیز بحث وروسته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له یادو روسي شرکتونو سره د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه انلاین مجلس ترسره کړي.