د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د یو پلاوي په مشري بلخ ولایت ته سفر وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر محترم مولوی عطاءالله عمري، د علماوو د شورا رئیس او د بلخ ولایت محلي مسئولینو یې ملتیا کوله، د مراسمو په لړ کې د بلخ ولایت مهاجرینو ته د مرستو د وېش بهیر پرانیست.
دا مرستې د عالیقدر امير المؤمنين شيخ القرآن والحدیث مولوی هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی د لارښوونې په اساس د مهاجرینو چارو ته د رسیدګي عالي کمېسیون له لارې د مستحقو مهاجرینو وضعیت ته د رسېدنې لپاره وېشل کېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې راستنېدونکو او نورو مستحقو هیوادوالو ته په سوړ ژمي کې د خپل توان په اندازه مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې او تکلیفونه یو اندازه کمې شي.
د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو بهیر په هر ولایت کې د ۲۲۰۰ مهاجرینو مستحقو کورنیو ته په پام کې نیول شوی چې پراساس یې د هر مهاجر کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوگرامه غنم او ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ نغدې مرستې وېشل کېږي.