د رسنیو مسئولینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال روژه ماتی

د رسنیو مسئولینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال روژه ماتی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماښام د رسنیو مسئولینو سره د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست له لوري د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.

په ارګ کې په دغه ګډ روژه ماتي کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع هم حضور درلود د رسنیو مسئولینو د خپلو وړاندیزونو او مشورو د شریکولو ترڅنګ د فریکونسي او پخوانیو مالیاتو په اړه خپلې غوښتنې هم مطرح کړې. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د رسنیو مسؤلینو څخه په مننې د اسلامي امارت د پرمختګونو او لاسته راوړنو د رسنیز کولو، د خپلو رسنیزو مسئولیتونو او رسالت د ښه ترسره کولو، پروخت اطلاع رسونې، د طبیعي پېښو، د راستنو شویو مهاجرینو او ملي مسایلو اړوند د معلوماتو او راپورونو د جوړولو له امله د رسنیو د مسئولینو قدرداني وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د رسنیو مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې د دوی وړاندېزونه او غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.