د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له یو شمېر تاجرانو او پانګوالو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر محترم مولوی عطاءالله عمري، د فاریاب والي محترم مولوی عبدالاحد فضلي او د یاد ولایت یو شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود، تاجرانو او پانګوالو د مسئولینو د خدماتو او د اسلامي امارت له لوري د سوداګري او پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړه او دا مهم اقدامات یې د ټولو افغانانو په ګټه وبلل.
هغوی د امنیت تأمین د خلکو د خوښي سرچینه وباله او زیاته یې کړه، په هیواد کې د سوداګري او پانګونې د ښو فرصتونو رامنځته کېدل د زیاتو داخلي او بهرنیو تاجرانو او پانګوالو د هڅونې لامل شوی.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت اقتصادي ودې او په هیواد کې د پرمختګ د زمینو رامنځته کېدو ته ژمن دی او کوښښ کوي په دې برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت ټول هغه موارد چې په هیواد کې د سوداګري او پانګونې د ځلېدو لامل کېږي، ارزولي او د تاجرانو او پانګوالو د ملاتړ لپاره به لا زیات مهم ګامونه واخلي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي همدارنګه د راستنو شویو مهاجرینو موضوع ته اشاره وکړه او له ټولو هیوادوالو په ځانګړې توګه له تاجرانو او پانګوالو یې وغوښتل چې د خپل توان په اندازه له مهاجرینو سره مرسته وکړي، ترڅو سوړ ژمی له ستونزو پرته تېر کړي او ورځني ژوند ته دوام ورکړي.