د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ایران اسلامي جمهوریت د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ګډون وکړ او تر هغې وروسته دوحې ته ولاړ ترڅو د شهید اسماعیل هنیه د جنازې او فاتحې په مراسمو کې اشتراک وکړي چې نن سهار له مل پلاوي سره مع الخیر بېرته هېواد ته را ستون شو.
محترم مولوي عبدالکبیر تېره اوونۍ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی وو چې بیا له هغه ځایه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د جنازي په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د خپل دغه سفر په لړ کې له یوشمېر ایراني مقاماتو، په دوحه کې له مېشتو افغانانو او د امریکايي او اروپايي هېوادونو له دیپلوماتانو سره هم ولیدل.#