د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل جهادي مدرسې استادانو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل جهادي مدرسې استادانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د کابل جهادي مدرسې له استادانو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې ناسته کې، چې د کابل جهادي مدرسې مشر شیخ محمد اسماعیل رحماني، مدرسینو شیخ عبدالغني حقاني، شیخ عزیز الله دروېش او یوشمېر نورو استادانو حضور درلود، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ته د یادې مدرسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

دوی په تېرو درې کلونو کې د اسلامي امارت فعالیتونه وستایل او ټینګار یې وکړ، له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصب او تبعیض پرته، ټول علماء، مجاهدین او ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي او همکارۍ ته ورسره چمتو دي. همدارنګه یې د یادې مدرسې یو شمېر ستونزې او خپلې مشورې شریکې کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشورې او وړاندېزونه په خورا حوصله اوري او د پلي کېدو لپاره یې هڅې کوي. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په خپلو چارو کې د ټولو علماوو نظریاتو ته ارزښت ورکوي او د شرعي احکامو په تطبیق کې رغنده اقدام کوي.

محترم سیاسي مرستیال وویل، له تېرو څو لسیزو وروسته اوس په افغانستان کې اشغال ختم شوی، اسلامي نظام حاکم دی او د زور واکو او بدمعاشانو جرړې ختمې شوې دي. هغه زیاته کړه، د کابل جهادي مدرسې ستونزې به له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې شي.