له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر د لا ښه والي او د ځکمو توزیع بهیر د چټکتیا په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د تازه لارښوونو د ښه تطبیق په موخه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د ټولو اعضاؤو په ګډون، نن غونډه وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی څو ورځې وړاندې په کندهار کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون مشرتابه او د یاد کمیسیون له غړو سره په جلا ناستو کې، هغوی ته لارښوونه وکړه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه اجباري رااېستل شویو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشي او همدارنګه افغاني سره میاشت او طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره دې له خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې د روان ژمي لپاره هغوی ته مرستندویه بستې برابرې کړي او ووېشي.
همدارنګه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو د وېش بهیر چټک کړي. ټولو جبري اخراج شویو کډوالو کورنیو ته دې د ځمکو توزیع چټکه شي.
د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنې عالي کمېسیون په نننۍ غونډه کې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر د چټکتیا په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د لارښوونو د ښه تطبیق په موخه په میکانیزمونو بحث او مهمې پرېکړې وکړې چې له امله به یې د اړوندو دولتي ادارو او همدارنګه د خیریه بنسټونو له لوري له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر لا ښه او چټک شي.