د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

د اداري کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د اعضاوو په ګډون نن له غرمې مخکې جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړی ګومارل شویو کمېټو د کمېسیون له لوري د ورسپارل شویو مسوولیتونو په هکله د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

وروسته د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت او د چارو ادارې عمومي ریاست اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

په پای کې په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا ښه تدقیق په موخه بېلابېلو کمېټو ته دنده وسپارل شوه.