د رياست الوزراء اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر متنفذينو او مشرانو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر متنفذينو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د اهل تشيع يو شمېر متنفذينو او مشرانو سره وکتل. 

د دې کتنې په پيل کې، محترم اسدالله سعادتي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سراسري امنيت پر تأمين د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ يې په هيواد کې د ثبات او ارامۍ پياوړتيا لپاره د هيوادوالو هڅې اړينې يادې کړې. 

محترم اسدالله سعادتي وويل، د وروستيو کلونو په جګړو کې د افغانستان زېربناوې شديدې زيانمنې شوې او افغان ملت ډېر وکړېده، اوس خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هيواد د ابادۍ مرحله رسېدلې ده، نو لازمه ده چې دايمي پيوستون او يووالي ته ځانګړې پاملرنه وشي. 

په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع متنفذينو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان د ټولو شريک کور دی او اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه د افغان ملت په خدمت کې دی. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، د هيواد پرمختګ او ابادي د ټولو هيوادوالو د هڅو په نتيجه کې ممکنه ده او له ټولو هيوادوالو څخه يې وغوښتل، چې د ځمکنۍ بشپړتیا او نظام د دفاع لپاره متحد شي او د هيواد د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.#