د رياست الوزراء سياسي مرستيال په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له سرپرست سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له سرپرست سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير نن په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له سرپرست نقیب الله احمدي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي احمدي په مالیزیا کې د افغان سفارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ويل، افغان سفارت په کوربه هېواد کې د افغان محصلینو، کډوالو او سوداګرو ستونزې حل او ورسره دوامداره لیدنې لري.

ښاغلي نقيب الله احمدي زیاته کړه، د مالیزیا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په هکله مثبت فکر لري او پرلپسې ژمنې ترلاسه شوي چې کوالالامپور به د افغانستان د ابادۍ په موخه خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.

نوموړي څرګنده کړه، څه موده وړاندې افغانستان ته د مالیزیا د پلاوي سفر خورا مهم وو چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې مثبت اغېز کړی دی.

وروسته د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر په مالیزیا کې د افغان سفارت هڅې وستایلې وې ویل، د کابل او کوالالامپور اړیکې خورا مهمې او لاپراخېدو ته یې اړتیا ده.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال، په ماليزيا کې افغان سرپرست سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې وویل، د افغانانو د ستونزو حل ته دې لومړیتوب او په ښه توګه دې د افغانستان استازولي وکړي.#