د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازديګر د سرپل ولايت يو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې دوی د سرپل ولایت د اجتماعي، امنیتي او مجاهدینو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، مجاهدین او سیمه ییز مسؤلین تل هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته خدمت ترسره، ترڅو دوی په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته رسیدګي وکړي.
دوی د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې یاد ولایت کې دې د ښوونې او روزنې او انکشافي چارو ترڅنګ د مجاهدینو وضعیت ته د رسیدګۍ په موخه ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دغې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین به په مرکز او ولایتونو کې د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ په موخه تر بل هر وخت زیات کوښښ ترسره او د شته امکاناتو په چوکاټ کې لازم اقدامات وکړي.#