د پنجشېر د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې له استادانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د پنجشېر د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې له استادانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې له استادانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د علماوو تر څنګ د پنجشیر څو تنو قومي مخورو هم حضور درلود، راغلو استادانو په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو لپاره تاریخي ویاړ وباله او د چارواکو له همکاریو په مننې یې زیاته کړه، ولسونه له اسلامي امارت سره بشپړ همکار دي.
یادو علماوو او مخورو د پنجشېر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې د ستونزو د حل په موخه د وړاندېزونو شریکولو پرمهال وویل، اسلامي امارت دې د دیني مدرسو لپاره بودیجه ځانګړې کړي چې ښه فعالیت وکړي او زده کوونکو ته مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پنجشېر علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د پنجشېر ولایت د ولسونو د ستونزو حل ته ځانګړې توجه لري او د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ د مدرسې ستونزې به حل او اړینې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، هر افغان کولای شي اسلامي امارت ته د خپلو ستونزو د حل لپاره مراجعه وکړي