د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، نن د کانونو او پټرولیم وزارت او اوزبکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون لاسلیک شو. 

د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شویو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي.

د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري، چې د استخراج په پیل سره به یې تر ډېره حده د هیواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هیوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.#