د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د زابل د خاک افغان او د غزني جاغوري ولسوالیو یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، عبدالمتین اخندزاده، عبدالنبي او حاجي عبدالحمید د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې یې د بیارغاونې چارو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی د اوبو مهارولو، د پلونو، پلچکونو او سړکونو جوړولو، ښوونځیو او مدرسو، د کرنې پراختیا او کلینیکونو جوړولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
ورپسې انجینر عبدالخالق او حاجي حفیظ الله له اسلامي امارت سره د غزني د جاغوري ولسوالۍ د خلکو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د نیمګړو پروژو د چارو بشپړولو او د کلینیکونو د ارتقا وړاندیزونه یې مطرح کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د دواړو ولسوالیو قومي مشرانو او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اشغال پر وړاندې د جهاد بریالیتوب لپاره د خاک افغان ولسوالۍ د خلکو قرباني د ستایلو ده.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دېته په اشارې چې اسلامي امارت متوازن انکشاف ته ژمن دی وویل، دا مهال د هیواد په بېلابېلو برخو کې د رغنیزو پروژو کارونه روان دي. د ښارونو او لویو لارو سړکونو جوړولو او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره پام وړ هڅې شوې دي.
نوموړي د یادو ولسوالیو مشرانو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي او له اړوندو اداره سره به یې شریک کړي.#