د کابل ـ غزني لویې لارې د دویم لین جوړولو چارې پيل شوې

د کابل ـ غزني لویې لارې د دویم لین جوړولو چارې پيل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت توپ سیمې د دوهم سړک د لومړي او دوهم فاز کار پیل شو. 

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسؤلینو ګډون درلود. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن د دې مهمې پروژې کار پیلوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه: د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداګریز فعالیتونه آسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه کم او د دې لارې مسافرو ته آسانتیاوې برابرې شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په وینا، د لارې په اوږدو کې به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به یاده لار د کابل او غزني ترمنځ سوداګریز تړاو غښتلی کړي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو سره زموږ سوداګریز مسیر لا غښتلی کړي.  

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له هېوادوالو وغوښتل چې د دغې ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي، تر څو یې چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې شي؛ همداراز یې د پروژې له قراردادي شرکت وغوښتل چې د سړک کیفیت ته پام وکړي. 

د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري، په اوږدو کې یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.#