اقتصادي کمېسیون په هرات ولایت کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید کړه

اقتصادي کمېسیون په هرات ولایت کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. 

دې غونډې ته له اجنډا سره سم په هرات ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه، پر اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو د دولتي داغمه‌جاتو د وېش او پلور، د بدخشان ولایت د وېکادور سرو زرو کان د قرارداد او یو شمېر نور تعقیبي موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول چې له مفصل بحث وروسته په هرات ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوه.

 د دغې طرحې له مخې به خصوصي سکتور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي چې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي. 

همدارنګه په یاده غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د اوسپنې ویلې کوونکو شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه او له هغو شرکتونو چې د افغانستان اسلامي امارت پوروړي دي، پورونه ترلاسه او هغو شرکتونو ته چې د افغانستان اسلامي امارت یې پوروړی دی، پورونه تادیه کړي؛ ترڅنګ دې د داغمه‌جاتو د وېش او پلور په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی حکم تطبیق کړي.

دېته ورته د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم هدایت وشو، څو د بدخشان ولایت د ویکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان او د دغه کان لپاره نوې داوطلبي ترسره شي. د نوې داوطلبۍ پر مهال دې وړ شرکت انتخاب شي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري پورته ذکر شوي تصامیم منظور شوي دي.#