د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره وکتل.
په پیل کې د وانت وایګل ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو په خپلو سیمو کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیز حالت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د دې ولسوالۍ ولسونه د پخوا په څېر د اسلامي امارت ملاتړ او په هره برخه کې ورسره همکاري کوي.
دغو مشرانو وویل، لاهم د نورستان په ځینو سیمو کې خلک لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او له ستونزو سره مخ دي. هغوی په نورستان کې د لویو لارو د جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو د رغېدو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د نورستان د ولسونو قربانیو ته په اشارې له اسلامي امارت سره د هغوی د همکارۍ قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به د نورستان په ګډون ټولو محرومو سیمو ته ځانګړی پام وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، نورستان ولایت به د ځانګړي موقعیت او چاپیریال له پلوه د ګرځندوی غوره مرکز وګرځي او په دې برخه کې يې د مسوولینو پر هڅو ټېنګار وکړ.
نوموړي راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په وړاندیزونو به یې غور وشي او په نورستان کې به اساسي رغنیزې پروژې عملي شي.