د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شمال زون له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او متنفذينو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شمال زون له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او متنفذينو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په سپیدار ماڼۍ کې د شمال زون له یوشمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او متنفذينو سره وکتل.
په پيل کې، انجینر محمود بغلاني، حاجي محمد نعیم، مولوي شمس الرحمن، محمد اسحق اندرابي، مولوي فیضي بدخشي او حاجي نورالله د ټولو په استازيتوب خبرې وکړې او د شمال زون د مختلفو ولايتونو د خلکو ستونزې او وړانديزونه يې شريک کړل.
دوی پخپلو خبرو کې وويل، د اسلامي نظام په راتلو سره په ټول هېواد په ځانګړي ډول شمال کې بشپړ امنیت تامین شوی، د قدرت جزیرې ړنګې شوې دي او د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عیدالکبیر د شمال زون د خلکو له همکارۍ او ملاتړ څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د تبعیض او تعصب خلاف دی او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري. نوموړي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړ وې ویل، اوس د امن فضا راغلې، د هر چا حق تامین او ژوند یې خوندي دی.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: اسلامي امارت د ښځو حقونو خلاف نه دی، بلکې د اسلام په چوکاټ کې د هغوی د ټولو حقونو تامين ته ژمن دی.
نوموړي وويل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی او اهلیت ته په پام هڅه کېږي ټول پکې خپل ځان وويني.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې دغو علمای کرامو، قومي مشرانو او متنفذينو ته ډاډ ورکړ چې د اړوندو ادارو له لوري به د شمال خلکو يادو ستونزو او وړانديزونو ته رسيدګي وشي.