د کندز ولایت یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مشرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د کندز ولایت یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مشرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفی نن له غرمې مخکې د کندز ولایت یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مشرانو سره وکتل. 

په دې کتنه کې لومړی محترم مولوي نجیب الله د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د امنیت د تامین او پراختیایي پروژو د تطبیق په برخو کې د اسلامي امارت د مسوولینو د هلو ځلو قدرداني وکړه. همدارنګه یې د دې ولایت په لیرې سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو جوړولو، د سرکونو ترمیم، د برېښنا لېږد او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته د اسلامي امارت د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت د هیواد د ابادۍ او پرمختګ او د خلکو د هوساینې او ارامي د تامین په برخو کې کوښښ کوي او ستاسو غوښتنو او وړاندیزونو ته به د توان تر حده رسیدګي او لازم اقدامات وشي.