په دې غونډه کې د کابینې د نورو اعضاوو تر څنګ د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج محترم ملا عبدالغني برادر اخند، اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي د مهاجرینو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبد الکبیر ګډون کړی و.
غونډې د افغان مهاجرینو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلن او د ټولو اصولو پر خلاف د زور را ایستل په کلکو ټکو وغندل، دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل وباله، همدرانګه د پاکستان له ولس سیاسي ګوندونو علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسئولیت ادا کړي، دوی دا راز وویل : ټولو ته واضحه ده چې د افغان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي ، ځکه دا د دواړو هیوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هیوادونو په زیان دي.
غونډې پر ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان مهاجرینو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسئولیت ادا کړي.
همدا رنګه د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده و سپارل شوه چې د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو څخه همهجانبه استفاده وکړي، تر څو راستانه شوو افغانانو ته لازم تسهیلات، موقت هستوګنځي، او خدمات ژر تر ژره برابر شي.
۹/شوال المکرم/۱۴۴۶هـ.ق