د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مخورو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مخورو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ له یو شمېر علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او علماؤ ولسونو ته د خدماتو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې وې ویل، سیمه ييزو مسؤلینو تر خپل توانه ورسره همکاري کړې او د ستونزو په حل کې يې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

همدارنګه دغو مخورو او علماؤ د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت له همکاریو مننه وکړه او په ښېوې ولسوالۍ کې یې د سړکونو او مدرسو جوړولو، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو او نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ مخورو او علماؤ ته د ښه راغلاست پر مهال وويل، ولسونه کولای شي په پوره جرأت خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریک کړي.

د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، د ښېوې ولسوالۍ ولسونو د ستونزو د حل لپاره به اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې هڅې وکړي او ځينې لویې پروژې به په بودیجه کې ځای پر ځای شي.

د دې کتنې په پای کې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د ولس د ستونزو حل د حکومت مسؤلیت وباله او څرګنده یې کړه، اسلامي امارت د همدې موخې لپاره کار کوي.#