د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د اهل هنود او سېکانو شورا رئیس نریندر سېنګ او یو شمېر غړو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، لومړی د افغانستان د اهل هنود او سېکانو شورا رئیس په دې بیانولو سره چې هغوی تل د هیواد په ابادۍ کې برخه اخیستې او په دې برخه کې یې له خپلو هڅو درېغ نه دی کړی، له اسلامي امارت وغوښتل د اهل هنود او سېکانو غصب شوې ځمکې بېرته هغوی ته وګرځوي او د درمسالونو او د اهل هنود او سېکانو د امنیت تامین ته جدي پاملرنه وکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هغوی د هیوادپالنې له احساس څخه د مننې ترڅنګ وویل، په اسلامي امارت کې ټول خوندي دي او د هغوی پالیسي دا ده چې ټول په هوساینه او ارامۍ کې ژوند وکړي او د ټولو په ځانګړي ډول لږه کیو د امنیت تامین زموږ مسوولیت دی. د اسلامي امارت سیاسي مرستیال افغانستان د ټولو ګډ کور وباله وې ویل، ټول هغه قومونه چې په افغانستان کې ژوند کوي په امنیت کې د ژوند کولو او د هیواد په ابادۍ کې د برخې اخیستو حق لري. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اهل هنود او سېکانو غوښتنو ته رسیدګي کېږي او په ولایتونو کې امنیتي بنسټونه به هم له هغوی سره همکاري وکړي.