ټاپي او نورې پراختیایي پروژې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا او د ترکمنستان د ملي رهبر په حضور کې پرانیستل شوې

ټاپي او نورې پراختیایي پروژې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا او د ترکمنستان د ملي رهبر په حضور کې پرانیستل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند او د ترکمنستان د ملي رهبر محترم قربان قلي بردي محمدوف په حضور کې نن له غرمې مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو(نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار پیل رسما پرانیستل شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ترکمنستان اسلیم چشمه، ماري سیمه کې جوړ شول او د ترکمنستان جمهوررئیس د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و، تخنیکي مسوولینو ته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو(نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د کار د پیل لارښوونه وشوه او یادې پروژې رسما پرانیستل شوې.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په خپله وینا کې د افغانستان او ترکمنستان ملتونو، د ترکمنستان ملي رهبر، ولسمشر، مسوولینو او ټولو ګډونوالو ته د دې تاریخي ورځې مبارکي وویله
محترم رئیس الوزرا وویل، نن هغه ورځ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې انتظار کېده او د دواړو هیوادونو خلکو د ډېرو ستونزو او کړاونو له ګاللو وروسته نن دا سترې پروژې افتتاح شوې.
نوموړي د دغو مهمو پروژو پرانیستې ته په اشارې وویل، دا د ترکمنستان د ملي رهبر او نورو مسوولینو د نېک نیت او عاقلانه سیاست څرګندویي کوي. دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته او د دواړو هیوادونو ملتونو ته ډېرې ګټې ورپه برخه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا اړوندو امارتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په امانتدارۍ، اخلاص او د هر ډول ستړو په ګاللو سره د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو کوښښونه وکړي.
محترم الحاج ملامحمدحسن اخند د خپلې ویناپه پای کې دعا وکړه چې دغه لویې او پراختیایي پروژې دې خدای تعالی د دواړو هیوادونو د ملتونو او دولتونو د لانږدېوالي سبب وګرځوي.
همدارنګه د ترکمنستان جمهوررئیس ښاغلي سردار بردي محمدوف چې د ويډیو کنفرانس له لارې وصل و، د وینا پرمهال وویل، نن موږ د ټاپي، ټاپ او څو نورو لویو پروژو د بنسټ اېښودو شاهدان یوو.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو، وروري، برابري او ښه ګاونډیتوب اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان د ګټو، بلکې د سیمې لپاره هم ارزښت لري.
همدارنگه دې مراسمو ته په وینا کې د ترکمنستان ملي رهبر محترم قربان قلي بردي محمدوف وویل، نن د دواړو هیوادونو لپاره تاریخي ورځ ده او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي. متقابل درناوی، وروري، برابري او د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه ګاونډیتوب غوره بېلګه ده او په راتلونکي کې به دا اړیکې ترپخوا لازیاتې پراخه شي.
د ترکمنستان ملي رهبر وویل،د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانسپورت، مخابراتو، انرژي، برېښنا او نورو برخو کې همکارۍ د افغانستان لپاره ګټوره، د دواړو هیوادونو د حقیقي دوستي او د نوي څپرکي د پیل نمونه ده.
نوموړي وویل، زموږ د سیاست مهمه برخه داده چې له افغانانو سره په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو.
محترم قربان قلي بردي محمدوف څرګنده کړه، یادې پروژې د افغانستان د اقتصاد، صنعت او ټولنیز ژوند د ودې لپارره ګټورې دي. ۱۲ زره افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي . دا پروژې به د افغانستان لپاره یو میلیارد ډالر کلنی عاید ولري. له انتخاب شویو مسیرونو څخه په استفادې زموږ محصولات اروپا او نورو هیوادونو ته انتقالېږي او د مرکزي او جنوبي اسیا په نښلولو کې مهم رول لوبوي.
د یادونې ده چې د ټاپي ګازو نللیکه هغه سیمه ییزه پروژه ده چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي. دغه نللیکه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د لېږد کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب او د ټرانزیټ له درکه یې افغانستان ته کلنی عاید ۴۰۰ میلیونه ډالر دی. همدارنګه د تورغونډۍ د پراختیا پروژه چې دوه مرحلې لري له هرات څخه تر صنوبر پورې ۲۲ کیلو متره اوږده د اورګاډي کرښې او دویمه پروژه په یاد مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ په خاطر د هنګرونو، تاسیساتو او فرعي اورګاډي کرښې جوړول دي چې تقریبا د ۴۰ میلیون ډالرو په لګښت عملي کېږي.
په همدې ترتیب نورالجهاد سب سټېشن د (۳۵۳۹۲۹۵ ) ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ جوړ شو د هرات ولایت برېښنا به ډاډمنه کړي او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د هغه د ولتاژ په زیاتولو سره به تخنیکي ضایعات کم شي او نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره وصل کړي او برعکس به ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو سره وصل کړي.