د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون جوړه شوه. 

په پيل کې ګومارل شویو پلاویو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ .

وروسته د لوړو زده کړو او اطلاعاتو کلتور وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ننګرهار ولایت اړوند موضوعاتو په هکله له بحث او هر اړخيزې ارزونې وروسته لازم تصميمونه ونيول شول. 

په پاې کې د ننګرهار ولایت اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#