د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د محترم الحاج ملا محمد فاضل اخوند د معرفي په مراسمو کې، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير ټاکل شوی، ګډون او وينا وکړه.
په دې مراسمو کې چې د اسلامي امارت يو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال د محترم الحاج ملا محمد فاضل اخوند د فعالیتونو او کړنو او د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه د هغه د پخواني مسؤليت قدرداني وکړه او د نوموړي خدمتونه يې وستايل.
نوموړي همداراز د ټرانسپورټ او هوايي چلند د پخواني وزير محترم ملا حميدالله اخندزاده د زيار او هڅو ستاينه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال دواړو محترمينو ته د لوی الله تعالی له دربار څخه په نويو مسؤليتونو کې د برياليتوب دعا وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي هيله وښوده، چې محترم الحاج ملا محمد فاضل اخوند له خپلو تجربو څخه په استفادې د زېربناوو پراختیا، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا او د ځمکني او هوايي ټرانسپورټي خدمتونو د کيفيت لوړولو په برخو کې اغېزناک ګامونه پورته کړي.#