د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړي پلاوي او د دوست هېواد ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف او مل پلاوي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر څخه مننه وکړه چې د ټاپي پروژې د عملي چارو د لېدنې او په دې برخه کې د لا ډېرې همغږۍ په موخه یې افغانستان ته تشریف راوړی. نوموړي ټاپي د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې اوسمهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی؛ بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوي. په دغه دهلېز کې د ټاپ - ۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د ریل پټلۍ جوړونه، سړکونه، لوجستیکي مرکزونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز پر ترکمنستان او ټولو نړیوالو شریکانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو ګټه پورته او پانګونه وکړي. 

ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د خبرو پرمهال د کابل او عشق اباد اړيکې پياوړې او د پراختيا په حال کې وبللې او له اسلامي امارت يې مننه وکړه چې د دغه مهمې سيمه ييزې پروژې د تطبيق لپاره يې پوره همکاري وکړه.

نوموړي وويل، ټاپي پروژه د ترکمن حکومت په لومړيتوبونو کې ده چې د سيمې په اقتصادي ثبات کې به رغنده رول ولوبوي. هغه زياته کړه، د ټاپي پروژې د تطبيق لپاره اوسمهال تر ټولو ښه شرايط برابر شوي او په سيمه کې يوازينۍ پروژه ده چې نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.

قربانقلي بردي محمدوف همداراز وويل، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته دې مخه وکړي او د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري.