د رياست الوزراء سياسي مرستيال په افغانستان کې د چين سفیر سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال په افغانستان کې د چين سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چين سفير ښاغلي جاو شينګ او مل پلاوي سره وکتل. 

په دې کتنه کې، د چین سفیر جاو شینګ وویل، په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو لپاره زمینه برابره شوې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هيوادونو د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چین ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې، چې سږ کال ۱۱،۵ سلنه وه او هیله ده چې راتلونکي کال کې ۲۵ سلنې ته لوړه شي. 

د چين سفیر وویل، په ډسمبر میاشت کې به د افغانستان پر صادراتو د چین د حکومت لخوا مالیه معاف شي، چې په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه زیاته او ډېرو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

هغه وویل، هیواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او د دې لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته وشي او زیاته کړه، د واخان فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي. 

ښاغلي جاو شینګ په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې وویل، چین غواړي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او پروژې تطبيق کړي.

نوموړي زیاته کړه، چین په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانانو د پرمختګ او له افغانانو سره د مرستې غږ پورته کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې په افغانستان کې پروژې پلې کړي.

نوموړي په دې کتنه کې د مسایلو د حل لپاره د خبرو او مذاکراتو لارې د تعقیب غوښتنه هم وکړه. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي جاو شینګ ته د ښه راغلاست تر څنګ د چین لخوا د افغانستان په صادارتو د مالیې د معافولو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، دا اقدام به د افغان سوداګرو پر چارو او د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي او له نورو ګاونډیو هیوادونو څخه يې هم د ورته اقداماتو غوښتنه وکړه.  

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په نړیواله کچه د اسلامي امارت په هکله د چین له دریځ څخه مننه او د دوام هيله وکړه. 

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې، د واخان لاره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې پام وړ زیاتوالی راشي.#