محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. 

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړي کولو او له افغانانو سره د بريتانيا حکومت او ولس د بشري مرستو پر ادامې خبرې وشوې.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او له سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم په بریدونو کې د شهید شويو افغانانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او وې ویل، د بريتانيا حکومت او ولس به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.#