د رياست الوزراء سياسي معاونیت دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي معاونیت دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکر نن د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي ډېکسن وویل، د اسلامي امارت او بریتانیا د سیاسي اړیکو رغېدو او مثبت تعامل لپاره هڅې کوي او په دوحه کې يې له بهرنیو ډیپلوماتانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ناسته مثبته وبلله، چې په وینا یې ډېر مسایل پکې روښانه او اندېښنو ته ځواب وويل شو.  

د بريتانیا شارژدافیر څرګنده کړه، د اسلامي امارت له چارواکو سره دوامداره ناستې خورا ګټورې دي او په وینا یې، د متقابل احترام او بارو پر بنسټ شونې ده چې ستونزو ته حل لاره ولټول شي.

ښاغلي رابرټ ډېکسن په افغانستان کې بشپړ امنیت او د اسلامي امارت لخوا د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه وستایله او زیاته یې کړه، لندن هڅه کوي ترڅو له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د همکارو بنسټونو او ښکېلو اړخونو له لوري شوې ژمنې عملي شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د نړۍ په کچه افغانان د اقلیمي بدلون له امله له ګڼو زیانونو سره مخ دي او له افغانستان سره یې په دې برخه کې د بریتانیا د تخنیکي او بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي ډېکسن د خپلو خبرو په پای کې په ټینګار سره وویل، لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو د پراخېدو په برخه کې همکاري کوي او غواړي د افغانانو ستونزې هوارې شي.

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس محترم مولوي ذاکر د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانانو سره د ياد هيواد د بشري مرستو له امله مننه وکړه. 

ښاغلي مولوي ذاکر وویل، له نړۍ سره تعامل او مثبتې اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست لومړیتوب دی او د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو مخینې ته په اشارې سره يې زیاته کړه، دواړه هیوادونه د اړیکو پراختیا او تعامل لپاره ډېر فرصتونه لري او بايد ترې استفاده وشي. 

نوموړي زیاته کړه، پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د حللاره نه ده او ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.

د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د شویو ژمنو د ژر عملي کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او له نشه يي توکو سره د اغېزناکې مبارزې لپاره یو عالي امارتي کمېسیون جوړ شوی، چې د اسلامي امارت ژمنتیا په ډاګه کوي.

ښاغلي ذاکر زیاته کړه، اسلامي امارت چاته ستونزې نه جوړوي او هڅه کوي د سیمې او نړۍ په کچه د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو اړخونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.

دغه راز د ناستې په پای کې، د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او همکاریو په موخه تر خبرو وروسته د دغو ناستو پر دوام ټینګار وشو.#