د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د ملي پراختیا ستراتېژۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د ملي پراختیا ستراتېژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.
دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو د سمبال افغانستان لیدلوری لري چې (د اسلامي شرعي قانون ټینګښت، د اغېزناکتوب، روڼتیا او د حساب ورکولو اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتيا او د اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه والی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور وده، د زېربنا پراختیا او سیمهییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی) يې موخې دي.
همدارنګه د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کلهګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو پروژې د ۱۴۰۴ مالي کال په بودیجه کې شاملې کړي.
د غونډې په پای کې د خصوصي سکټور له لوري د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو او د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې هم تایید شوې. د یادو طرحو له مخې به خصوصي سکټور په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو په موخه ۲۰۹ میلیونه او په غزني ښار کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو ته چې ۵۱۱ دوکانونه به ولري، ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.
یاد موضوعات د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شول.#