د کابینې نهمې غونډې د غیر مالیاتي عوائدو او نفت او ګازو د لابراتوارونو په اړه بحث وکړ

د کابینې نهمې غونډې د غیر مالیاتي عوائدو او نفت او ګازو د لابراتوارونو په اړه بحث وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري نن تر سره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې وشوې.

غونډه کې د پراختیایي پروژو د څرنګوالي په اړه بحث او د غیر مالیاتي عوایدو راپورونه تایید شول او پرېکړه وشوه چې مربوطه ادارې دې ټول شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پراختیایي پروژو اړوند؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته شي. 

همدا راز د مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې هر څومره ژر کېدلای شي د نفت او ګازو د لابراتوارونو اړوند دستګاوې دې له معیار او کیفیت ادارې سره په همغږۍ وپېرل شي؛ ترڅو د غیر معیاري نفتو او ګازو د واریدېدلو په سمه توګه مخه ونیول شي. 

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.