د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له حسیني مزاري سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له حسیني مزاري سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون د آوا خبري آژانس او تبیان فرهنګي او ټولنیز بنسټ مشر سید عیسی حسیني مزاري سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د اهل تشیع یو شمېر عالمانو او ځوانانو هم حضور درلود، ښاغلي مزاري په تېرو دريو کلونو کې په مختلفو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او وې ويل، ټول افغانان د سراسري امنیت په تأمين خوښ دي. 

نوموړي د اسلامي امارت په هڅو د اهل تشيع وګړو لپاره د ژوند خوندي چاپيريال رامنځته کولو ته په اشارې په خوندي ډول د عاشورا مراسمو ترسره کېدل وستايل.

په دې ناسته کې سید عیسی حسیني مزاري یادونه وکړه، چې ټول فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مخکې روان دي او د پخوا په پرتله په کې مثبت بدلون راغلی دی. 

ښاغلي مزاري همداراز خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه د مننې تر څنګ وویل، اسلامي امارت په یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی، بلکې د ټول افغان ملت شریک نظام دی او له تبعیض پرته د مسؤلینو دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانيستې دي.

نوموړي وویل، هر افغان کولی شي د حکومت د تصامیمو په اړه خپل نظرونه او مشورې شريکې کړي او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوی په مشورو به غور کېږي.#