سرپل یو شمېر علماوو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

سرپل یو شمېر علماوو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د سرپل ولایت له یو شمېر علماوو او سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل.
په پیل کې راغلو علماوو او سیمه ییزو مسؤلینو د سرپل ولایت د اجتماعي، امنیتي او اداري وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل وې ویل، په یاد ولایت کې سیمه ییز مسؤلین خپله ټوله هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته خدمات وړاندې او ولسونه په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته رسیدګي وکړي.
دوی دغه راز په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې او انکشافي چارو موضوعاتو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، مسؤلین د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدو د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي خپلو امکاناتو ته په پام د مراجعینو نظریاتو او وړاندیزونو ته لازمه رسیدګي وکړي.#