د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.
غونډې ته د کانونو سکتور د عوایدو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تائید شوه.
همدا راز دې غونډې ته د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه.
یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د اوبلن ګازو د تاسیساتو جوړولو کړنلاره او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو د مخنیوي لپاره د مناسبو حللارو پيدا کولو موضوعات هم وړاندې شول.
د دغو موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې په موخه جلا کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه چې په ټاکل شويو نېټو خپل راپورونه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون د لارښوونو په پام کې نیولو سره تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.
یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#